د خیبرپښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې د وسله والو په یوه برید کې ۱۱ تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.
یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل، یوې ډلې وسله والو چې شمېر یې شاوخوا سل تنه وو نن سهار وختي مهال، د تیرا په حیدرکنډو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید وکړ چې په نتیجه کې امنیتي ځواکونو ته دا مرګ ژوبله واوښته.
د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې خو په دې سیمه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک ټي ټي پي وسله وال ډېر فعال دي.
د مشال خبریال وايي چې له پېښې وروسته په سیمه کې ګرځبندیز لګېدلی دی او اوس مهال په تیرا کې د پاکستان د پوځ هیلیکوپټرې د وسله والو پرضد عملیات کوي.