روسیې پر کیف ( لوی برید) سره د یوشمېر سیمو برښنا پرې کړې

پر کیف د تېرې شپې برید

اوکرایني چارواکي وایي چې روسیې تېره شپه پر پلازمېنه کیف " لوی برید" کړی دی.

فرانس پریس لیکلي چې کیف کې د څو چاودنو غږونه اوریدل شوي او د ښار د څو ناحیو برښنا پرې شوې ده.

د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، روسي ځواکونو پر " حساسو زیربناوو" بریدونه کړي او له خلکو غوښتل شوي چې ځانونه خوندي کړي.

د اوکراین د انرژۍ وزیرې سویتلانا ګرینچوک ویلي، د برید هدف د انرژۍ شبکه وه او په وینا یې د دغې برخې کارکوونکي به هڅه وکړي چې د انرژۍ د ډیرې پرچاوۍ مخه ونیسي.

روسیې د اوکراین پر زاپوریژيا هم تیره شپه برید کړی چې هلته یو ۷ کلن ماشوم په کې وژل شوی دی.

روسیې په دې وروستیو کې د اوکراین د انرژۍ او ریل پټلۍ پر تاسیساتو بریدونه ډېر کړي دي.