د افغانستان او پاکستان د فوټبال لوبه او په ویزو کې د ځنډ له کبله پر اسلام آباد انتقادونه

افغان ملي لوبډله

د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ کال د آسیايي جام د غوراوي په دریم ګروپي پړاو کې نن لوبه کوي.

دا لوبه نن د کابل په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه د اسلام اباد په جناح لوبغالي کې په پام کې ده.

د راپورونو له مخې افغان لوبغاړي او د ملي لوبډلې تخنیکي کدر پرون د تلې په ۱۶مه اسلام آباد ته روان شول.

په همدې حال کې یوشمېر روزونکي افغان لوبغاړو ته د ویزو په ورکولو کې د ځنډ له کبله پر پاکستان انتقادونه کړي دي.

د جرمني د فوټبال په فدراسیون کې د فیفا نړیوال روزونکي علي عسکر لعلي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې د ویزو د ځنډېدو له کبله افغان لوبغاړو دا فرصت نه درلود چې د دې حساسې لوبې لپاره تمرین وکړي، خپله دمه جوړه کړي او یا لوبډله لوبې ته چمتو کړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په وروستیو کې اعلان وکړ چې لوبغاړو ته د پاکستان د ویزو په ورکړه کې د ځنډ له کبله یې د آسیا د فوټبال فدراسیون ته شکایت کړی دی.

ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د تلو راتلو په دې پړاو کې یوځل نن او بل ځل د سه شنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۴مه سره مخامخ شي.