د هند د بهرنیوچارو وزارت وايي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو له وزیر امیرخان متقي سره د هندي چارواکو خبرې به له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو مسایلو په اړه متمرکزې وي.
دا خبره د هند د بهرنیوچارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال نن پر خپله ایکس پاڼه د ښاغلي متقي د رسېدو له خبر سره یوځای ورکړ.
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد بېګا ناوخته پر خپله ایکس پاڼه په یوه غږیز پیغام کې وویل، متقي د هند په رسمي بلنه نوې ډيلي ته روان شوی او تمه ده چې له خپل هندي سیال ایس جې شنکر او نورو چارواکو سره به پر سیاسي، اقتصادي، تجارتي او د افغانستان او سیمې د اړیکو د پراختیا په اړه بحثونه وکړي.
دا په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته هند ته د طالبانو د ترټولو جګپوړي ډيپلومات لومړنی سفر دی. د هندي رسنیو د راپور له مخې دا سفر پنځه ورځنی دی.