برلین: طالبانو په اصولو کې ( د مجرمو کډوالو) له اخراج سره موافقه کړې

ارشیف

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو په اصولو کې ورسره منلې چې له دغه هېواده په الوتکو کې د خپلو اتباعو( چې جرمي دوسیې لري) اخراج مني.

رویټرز نن دوشنبه ( د تلې ۱۴مه) د دغه وزارت د یوې ویاندې په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، دغه خبره کړې ده.

د وزارت ویاندې زیاته کړې " د افغانستان واکمنانو ورته ویلي، که دوی د هغوی افغانانو چې جرمني یې ډیپورت کوي، هویت تشخیص کړي، اخراج سره یې موافق دي.

د هغې په وینا، برلین یوازې طالبانو سره په تخنیکي خبرو بوخت دی.

تر دې وړاندې د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي، افغانستان ته د مجرمینو د لېږلو په سر یې له طالبانو سره مستقیمې خبرې کړي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جرمني د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی، خو لومړنی اروپایي هېواد دی چې تیره جولای میاشت کې یې د طالبانو دوه قونسلي کارکوونکو ته اعتبارلیکونه ورکړل.