د بشري حقونو شورا افغانستان کې د نړیوالو قوانینو د (جدي سرغړونو) په اړه بحث کوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن دوشنبه پریکړه کوي چې افغانستان کې د نړیوالو قوانینو د نقض په اړه د څیړنې یو میکانیزم رامنځته کړي او که نه.

د فرانس پریس د خبر له مخې په جینوا کې میشته دغه شورا به نن د هغه پریکړه لیک پر طرحه بحث وکړي چې ډنمارک د اروپایي ټولنې په استازیتوب وړاندېز کړی دی.

په طرحه کې د څیړنې د یوه داسې پلاوي جوړښت هم شامل دی چې په افغانستان کې د نړیوالو قوانینو د ډېرو جدي سرغړونو په اړه شواهد راټول کړي.

رویټرز اژانس لیکلي، که څه هم د پریکړه لیک په طرحه کې د نړیوالو ځواکونو له خوا د شویو سرغړونو یادونه نه ده شوې، خو اژانس د ډيپلوماتانو په حواله ویلي، ممکن د نړیوالو ځواکونو له خوا شوې سرغړونې هم وڅېړل شي.

د اروپایي ټولنې یوه ویاند د نوم نه ښودو په شرط فرانس پریس ته ویلي " له کره سلا مشورو وروسته سږ کال اروپایي ټولنې هوډ کړی چې د افغانستان په اړه یو پریکړه لیک صادر کړي چې د ځواب ورکونې او خپلواکې څیړنې میکانیزم په کې وي.

ټاکل شوې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارد بېنیټ، چې افغانستان ته ممنوع الدخول شوی، غونډې ته د خپلو موندنو راپور وړاندې کړي.

بېنیټ په خپلو راپورونو کې په ځلونو د طالبانو هغه تګلارې غندلي چې له مخې یې د افغانانو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو لومړني حقونه نقض شوي دي.