د سوریې د نوي پارلمان لپاره انتخابات پیلېږي

د سوریې د پارلمان ودانۍ

په پام کې ده چې د سوریې د انتخاباتي حوزو غړي نن یکشنبې د پارلمان د نویو غړو د انتخاب لپاره رایې ورکړي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې دا د بشارالاسد له پرځېدلي نظام څخه د سوریې د لیرې کېدو نښه او د اسلامپالو په مشرۍ د اوسنۍ مشرتابه لپاره د ټولګډونه حکومت د جوړولو په برخه کې یوه ستره ازموینه ده.

د غیرمستقیمو رایو په ننني بهیر کې به شاوخوا ۶ زره کسان په سیمه ایز وخت د سهار له نهو بجو څخه د خپلو سیمو په انتخاباتي حوزو کې رایې ورکړي او د رایو ورکولو مرکزونه به د مازیګر په پنځو بجو وتړل شي.

د ولسمشر احمدشرع له لوري د ټاکل شوي کمیسیون ۱۵۷۰ نوماندانو روانه اونۍ خپل نظریات او پلانونه د سیمینارونو او مناظرو په ترڅ کې وړاندې کړل.

د نننیو رایو په نتیجه کې به د پارلمان له دریو څخه دوه برخې غړي غوره شي او یوه بله برخه به ولسمشر شرع په خپله غوره کړي.