فلسطیني چارواکي وايي چې د ټرمپ له غوښتنې سره سره اسراییل بمباریو او حملو ته دوام ورکوي

د اسراییلو د عملیاتو له پراخېدو وروسته د غزې ښار اوسېدونکي له خپلو مېنو وځي.

د غزې د ملکي دفاع اداره وايي د حملو د درولو لپاره د ولسمشرډونالډ ټرمپ له غوښتنې سره سره په غزې ښار کې د اسراییلو حملې روانې دي.

د دې ادارې ویاند محمود بسال فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په غزه کې بېګانۍ شپه ډېره سخته تېره شوه او اسراییلو لسګونه بمبارۍ او د توپونو حملې وکړې.

په غزه کې لږ تر لږه اویا کسان یواځې د جمعې په ورځ په بریدونو کې وژل شوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون پر اسراییلو غږ وکړ چې سمدستي پر غزې بمبار ودروي. دا غوښتنه وروسته له هغه وشوه چې حماس د اسراییلي یرغملو د خوشې کولو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ د وړاندیز شوي پلان ځينې برخې ومنلې.

ولسمشر ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه ټروث سوشیل کې لیکلي، اسراییل باید پر غزې بمباري سمدستي ودروي ترڅو یرغمل شوي کسان په خوندي او چټکۍ سره خوشې شي.

که څه هم حماس پرون ماښام د ټرمپ د شل فقره يي پلان ځینې برخې ومنلې خو د وسلو د کېښودو په اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي.