ایران اوه نور بندیان چې په سیاسي او امنیتي دلایلو محکوم شوي وو، اعدام کړل

د بشري حقونو ډلې وايي، ایران د اعدامونو د زیاتوالي له پلوه له چین وروسته د نړۍ دوهم هېواد دی

د ایران قضا نن سهار د اوو نورو سیاسي او امنیتي بندیانو د اعدام حکمونه تطبیق کړل.

د ایران د قضا د خبري آژانس میزان د راپور له مخې شپږ اعدام شوي هغه کسان دي چې تجزیه غوښتونکي او د خوزستان په خرمشهر ښار کې د تروریستي حملو تنظیموونکي بلل شوي. د دې کسانو نومونه تراوسه نه دي اعلان شوي. میزان ویلي دي چې دوی خپل جرمونه منلي وو. د میزان د خبر له مخې دې کسانو له اسراییلو سره هم اړیکي درلودل.

د میزان د خبر له مخې اووم تن یو کرد دی چې په ۲۰۰۹ کال کې د حکومت پلوه سني دیني عالم ماموستا شیخ الاسلام د وژنې په تور نیول شوی دی.

د دې کسانو د محاکمې جریان نه دی خپور شوی او د بشري حقونو ډلو بیا بیا د ایران پر حکومت د تورنو کسانو له حقونو د سرغړونو له کبله انتقاد کړی.