د بریتانیا پولیس وایي، منچسټر کې د یهودانو پر یوه عبادتځای برید کوونکی سوریایي الاصله بریتانوی دی.
دغه کس پرون پنجشنبه پر دغه عبادتځای برید کې لږ تر لږه دوه تنه ووژل.
برید کوونکي، چې د پولیسو له خوا وژل شوی، د عبادتځای مخې ته پر عبادت کوونکو موټر وخيژوه او وروسته یې پر یوه امنیتي ساتونکي د چړې ګزار کړی دی.
پولیس وایي، پيښه ترهګریزه وه او په تړاو یې لږ تر لږه دوه تنه مشکوک کسان نیول شوي دي.
د برتانیا صدراعظم کایر سټارمر ویلي دي چې د برتانیا ټولو کنیسو ته اضافي ځواکونه استول شوي څو د یهودانو ټولنه د امنیت احساس وکړي.
اروپایي ټولنې دغه برید غندلی دی.