د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د لومړي ځل لپاره هند ته سفر کوي، هدف یې څه کیدای شي؟

متقي په کابل کې له یوه هندي دیپلومات اناند پرکاش سره، ارشیف

د هند او پاکستان د کړکیچنو اړیکو په ترڅ کې، یو لوړپوړی طالب چارواکی هند ته سفر کوي. امیرخان متقي ته د دغه سفر اجازه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ورکړې. تیره اګست کې ټاکل شوې وه چې نوموړی پاکستان ته سفر کوي، خو هغه مهال سفر وځنډېد او امنیت شورا اجازه ورنه کړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته اجازه ورکړې چې هندوستان ته سفر وکړي.

دغې شورا ویلي، چې د ۱۹۸۸ شمیره پرېکړه لیک پر بنسټ، متقي ته د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۹مې تر ۱۶مې پورې د سفر بندیز معافیت ورکړل دی.

دا پر افغانستان له ۲۰۲۱ کال ورسته له کله چې طالبان په افغانستان واکمن شوي هند ته د دوی د یو لوړپوړي چارواکي لومړی رسمي سفر دی.

هندي رسنیو، له دې ډلې ټایمز آف انډیا، ویلي د امیرخان متقي سفر د روان کال د اګست میاشتې لپاره پلان شوی و، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د معافیت د ځنډ له امله ورسته شو.

د نړیوالو چارو یو شمېر افغان کارپوهان او پخواني دیپلماتان وایي، که څه هم د طالبانو د پلاوي دا سفر د ډیپلوماټیکو اړیکو د نسبي پرانېستلو نښه ده، خو اصلي موخه یې د سیمه‌ییزو امنیتي او عملیاتي موضوعاتو سمبالښت بلل کېږي.

هند د سیمې امنیت، د پاکستان نفوذ او د ترهګرۍ له ګواښونو اندېښمن دی
شنونکی

په جرمني کې افغان پخواني دیپلومات محمداعظم نورستاني، ازادۍ راډیو ته وویل"هند د سیمې امنیت، د پاکستان نفوذ او د ترهګرۍ له ګواښونو اندېښمن دی. له طالبانو سره خبرې د دهلي لپاره کېدای شي د خطر د مدیریت او د افغانستان د قدرتي موازنو د درک کولو یوه وسیله وي. که دا سفر فضا رامنخته کړي، هند ښايي د طالبانو له انزوا څخه د محدود او عملي تعامل په لور ولاړ شي؛ نه د رسمیت پېژندنې لپاره، بلکې د سیمه‌ییزو او سیالیزو ګټو په چوکاټ کې."

د نړیوالو چارو پوه غوث جانباز بیا وایي:"هندوستان غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې له افغانستان څخه، د افغانستان له لارې، او د افغانانو له خوا، د هند پر ضد د پاکستان هېڅ ډول ګواښ یا هڅونه نه ده موجوده."

که څه هم د هند او طالبانو ترمنځ اړیکې تر دې مخکې محدودې او غیررسمي وې، خو د امنیت شورا له خوا د متقي د سفر معافیت، د رسمي او مستقیم سفر زمینه برابره کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وزیر، ویکرام میسري، له امیرخان متقي سره د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۸مه، په دوبۍ کې لیدلي وو.

په دې لیدنه کې د هند د پرمختیایي پروژو، بشري مرستو، او د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې شوې وې.

وروسته، د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۲۷مه، د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، آنند پرکاش، په کابل کې له امیرخان متقي سره د سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ، او زیربنایي پروژو په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته، هند په کابل کې خپل سفارت وتړلو، خو له ۲۰۲۲ کال راهیسې د هند یو تخنیکي پلاوی د خپلې سفارتخانې په چوکاټ کې د بشري مرستو د همغږۍ چارې پرمخ وړي.

په نوي دهلي کې د افغانستان سفارت د ۲۰۲۳ کال د نومبر په میاشت کې وتړل شو، ځکه د پخواني حکومت دیپلماتانو ته د استوګنې نوي ویزې ورنه کړل شوې.

دغه هیواد د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې په ممبي ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ چارې طالبانو ته وسپارلې.

سره له دې چې د طالبانو حکومت تر اوسه له روسیې پرته هېڅ هېواد په رسميت نه دی پېژندلی، خو یو شمېر هېوادونو د طالبانو استازي منلي او خپل دیپلماتان یې هم افغانستان ته استولي دي.