د برتانیا په مانچسټر ښار کې د یهودانو د یوه عبادتځای (کنیسې) مخې ته په ډزو درې کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي. ویل کېږي چې په وژل شویو کې مشکوک بریدګر هم شامل دی چې پولیسو په ډزو ویشتلی.
د برتانیا پولیسو ویلي چې بریدګر لومړی یوشمېر پلي کسان تر موټر لاندې کړل او بیا یې یو امنیتي ګارډ په چاړه وواهه.
دا پېښه د “کیپور په ورځ” چې د یهودانو په کلیز کې له ډېرو مهمو جشنونو څخه دی شوې ده.
د برتانیا صدراعظم کایر سټارمر ویلي دي چې د برتانیا ټولو کنیسو ته اضافي ځواکونه استول شوي څو د یهودانو ټولنه د امنیت احساس وکړي.
د اسراییل سفارت په یوه بیان کې د دې پېښې له کبله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د مانچسټر له یهودي ټولنو او برتانوي چارواکو سره په تماس کې دی او وضعیت له نژدې څاري.