د اوکراین ولسمشر د روسیې د راتلونکو سرغړونو په اړه اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړ

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي (آرشیف)

د اوکراین ولسمشر نن اروپايي مشرانو ته خبرداری ورکړی چې روسیه دا توان لري چې د دې لویې وچې د هر هېواد هوايي حریم تر پښو لاندې کړي.

ولودیمیر زیلینسکي د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې د اروپايي ټولنې د مشرانو غونډې ته په وینا کې وویل، د جګړه ځپلي اوکراین کارپوهان د روسیې د احتمالي سرغړونو د مخنیوي لپاره له اروپايي هېوادونو سره مرستې ته چمتو دي.

ښاغلي زیلینسکي وویل چې که روسیه دا جرات لري چې پر پولنډ توغندويي برید وکړي یا د شمالي اروپا د هېوادو هوايي حریم ته ننوځي، دا کار په بل هر هېواد کې هم کولای شي.

د اوکراین ولسمشر زیاته کړه چې اروپايي مشران که په لویدیځ کې دي که جنوب کې، یوه چټک او اغیزمن غبرګون او داسې یوه دفاعي ځواک ته اړتیا لري چې د بې پیلوټه الوتکو د حملو مخه ونیولای شي.