په افغانستان کې د شري ناروغۍ پرضد د واکسین د ملي کمپاین لپاره چمتووالی روان دی

بادغیس ولایت- د شري په ناروغۍ اخته ماشومه (آرشیف)

د طالبانو حکومت په هېواد کې د شري د ناروغۍ پرضد د واکسین د کمپاین لپاره د چمتووالي خبر ورکوي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي، د دې ساري ناروغۍ د مخنیوي په موخه د واکسیناسیون د ملي کمپاین غونډه نن ترسره شوه چې د طالبانو پر چارواکو سربېره د روغتیا د نړیوال سازمان او د م. م د ماشومانو د ملاتړ د صندوق یونیسف استازو هم ګډون پکې درلود.

په بیان کې راغلي چې د شري پرضد د واکسین ملي کمپاین به د هېواد په ټولو ولایتونو کې په دوو پړاوونو کې او هرځل په ۱۷ ولایتونو کې ترسره شي.

په بیان کې د دې کمپاین د پیل نېټه نه ده ښودل شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان WHO د روان کال په اپریل میاشت کې ویلي و، چې په افغانستان کې د شري د ناروغۍ پېښې څه باندې ۴۲ سلنه زیاتې شوې دي.