د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بینیټ وایي، که په افغانستان کې انټرنیټ سمدستي بیرته ونه نښلول شي نو هغه به نه یوازې، په تیره د ښځو او نجونو ورځنی ژوند زیانمن کړي بلکې ورسره به د سوداګرۍ زیانونه، کمزوری اقتصاد لا مخ په زوړاو د بشري حقونو لپاره به پراخې پایلې ولري. ښاغلي بینیټ د سې شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کې په افغانستان کې د انټیرنیټي خدمتونو د بندیدو په اړه د ملګروملتونو د بشري حقونو د دفتر بیان بدرګه کړې. په هغه بیان کې ویل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا په ټول هیواد کې د انټرنیټ بندول په دې هیواد کې پربشري حقونو خورا جدي اغیزې کوي. د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر وایي، دغه اقدام له روغتیا او زده کړې څخه نیولې تربانکدارۍ پورې د ورځنیو فعالیتونو لپاره د مهمو معلوماتو وړیا جریان محدودوي. د دې دفتر په وینا دا په ځانګړې توګه هغه ښځې او نجونې چې له مخکې له عامه ژوند څخه ایستل شوي، لا اغیزمنوي. د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر د انټرنیټ د سمدستي بیرته نښلولو غوښتنه کوي. د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه رسمي څرګندونې ندي کړي خو له دې مخکې یې یوشمیرچارواکو د هیواد په یوشمیرولایتونو کې د نوري فایبرد شبکې د بندولو په اړه ویلي چې دا کار یې د منکراتو د مخنیوي لپاره کړی دی.