ټرمپ او نتنیاهو د غزې جګړې د پای ته رسیدو پر سر هوکړې ته ورسیدل

په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او نتنیاهو ګډ کانفرانس

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو اعلان کړی چې د غزې جګړې د پای ته رسیدو د طرحې پر سر هوکړې ته رسیدلي.

تراوسه معلومه نه ده چې حماس به دغه شراېط ومني او که نه، هغه ډله چې د امریکا او اروپایي ټولنې د ترهګرو په لست کې ده.

ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ د غزې جګړې د پای ته رسېدو او له جګړې وروسته جګړه ځپلي فلسطین کې د یوه حکومت د جوړېدو لپاره یوه شل مادییزه طرحه وړاندې کړه.

په دغې طرحه کې دا هم راغلي چې د جګړې له پای ته رسیدو سره سم به " د ثبات ساتلو لپاره لنډمهاله نړیوال ځواکونه" هم ځای پر ځای شي.

طرحه کې د یوه موقت حاکمه پلاوي جوړښت هم شامل دی چې مشري به یې ولسمشر ټرمپ کوي او د بریتانیا پخوانی صدر اعظم ټوني بلېر هم په کې دی.

طرحه کې له دواړو لورو د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسیدو او د برمته شویو د خلاصون غوښتنه شوې ده.

په هوکړه کې د حماس ډلې د بې وسلې کېدو شرط هم راغلی دی.