سرچینې: د محمد رحیم الافغاني په نوم زنداني ژر له ګوانتانامو قطر ته لېږدول کیږي

ارشیف

د طالبانو د حکومت دوو باخبره سرچینو ازادي راډيو ته وویل چې د ګونتانامو ( وروستی افغان زنداني) محمد رحیم الافغاني به ژر قطر ته ولېږدول شي.

دغو سرچینو چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نومونه نه شو اخستلی ویلي، د الافغاني کورنۍ په قطر کې ورته په تمه ده.

له دوی څخه یوې سرچینې دا خبره هم وکړه چې د طالبانو حکومت به ژر په دې اړه یوه رسمي اعلامیه هم خپره کړي.

تراوسه معلومه نه ده چې هغه به دقیقا په کومه ورځ قطر ته ورسیږي.

د راپورونو له مخې نوموړی ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان لاهور ښار کې ونیول شو او لږ وروسته بیا د کیوبا ګوانتانامو زندان ته ولیږدول شو.

د امریکا د هغه وخت چارواکو ویلي و چې نوموړی القاعده شبکې ته یو نژدې کس دی.

دغه افغان داسې مهال له ګوانتانامو خوشې کیږي چې د طالبانو حکومت پرون یکشنبه امریکایي تبع امیر امیري له زندانه خوشې او قطر ته یې ولېږدوه.