پر ایران د بندیزونو له پیل سره سم تهران د لویدیځ په دریو هېوادونو کې خپل سفیران راغوښتي دي

امنیت شورا پر ایران د بندیزونو د ځنډولو لپاره د روسیې او چین وړاندې شوي پرېکړه لیک ته د رایو پرمهال

داسې مهال چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د پلان له مخې پر تهران د بندیزونو د لګولو مهلت پای ته رسېدلی، ایران له برتانیا، فرانسې او جرمني څخه خپل سفیران بېرته راغوښتي دي.

پرون (د سپټمبر ۲۷ مه) د ورځې په پای کې د ایران د اټومي پروګرام له کبله پر دې هېواد د ملګروملتونو تازه بندیزونه عملا پیل شول او د دریو اروپايي هېوادونو ګروپ برتانیا، فرانسې او جرمني وویل، پر ایران چې له پخوا راهیسې د لویدیځ د پراخو بندیزونو له کبله له ستونزو سره مخامخ دی، نور فشارونه زیاتوي.

پرون له دې مخکې د ایران د بهرنیوچارو وزارت اعلان وکړ چې په دې درې واړو هېوادونو کې خپل سفیران یې د ایراني چارواکو په وینا د هغوی د غیرمسوولانه اقدام له کبله د سلامشورو لپاره راغوښتي دي.

جرمني د ملګروملتونو د امنیت شوا له دایمي غړو برتانیا او فرانسې سره په ګډه ایران د دې هېواد د اټومي پروګرام د مخنیوي لپاره له لویدیځو هېوادونو سره د ۲۰۱۵ کال له موافقې په سرغړونه تورن کړ او تهران ته یې د بندیزونو د بیالګولو لپاره یو دېرش ورځنی مهلت وټاکه چې تېره شپه پای ته ورسېده.

د امنیت شورا دوو نورو دایمي غړو روسیې او چین د سپټمبر په ۲۶مه نېټه تر وروستیو شېبو هڅه وکړه چې دا مهلت شپږو میاشتو ته اوږد کړي خو نتیجه یې ورنه کړه.