لسګونه فلسطینیان په غزه کې د اسراییلو په بمبارۍ او ډزو وژل شوي دي

د غزې پر مرکزي برخه د اسراییلو بمباري

د غزې روغتیايي چارواکي وايي چې د دې تړانګې په بېلابېلو برخو کې د اسراییلو په هوايي حملو او ډزو کې لږترلږه ۳۸ کسان وژل شوي دي.

د غزې العوده روغتون چې مړي او ټپیان ورته راوړل شوي وو ویلي دي چې د غزې په مرکزي برخه او شمال کې نن سهار د اسراییلو په هوايي حملو کې خلک په خپلو کورونو کې وژل شوي دي چې په دوی کې د النصیره د کډوالو په کمپ کې د یوې کورنۍ ۹ غړي هم شامل دي.

د بل روغتون الشفا چارواکي وايي، ۱۱ نور کسان چې ډېری ښځې او ماشومان وو، په توفاح ناحیه کې او څلور نور د شطي د کډوالو په کمپ کې پر یو کور د اسراییل په بمبارۍ کې او شپږ تنه نور هغه مهال د اسراییلي سرتېرو په ډزو ووژل شول چې د مرستو د ترلاسه کولو هڅه یې کوله.

د اسراییلو پوځ د دې هوايي حملو او ډزو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې د اوربند لپاره پر اسراییلو فشار په زیاتېدو دی خو د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو جګړې ته دوام ورکوي.

نتنیاهو تېره شپه د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې د وینا پرمهال وویل چې اسراییل باید په غزه کې د حماس ډلې پرضد خپل ماموریت پای ته ورسوي.