د اروپايي ټولنې دفاع وزیرانو د "ډرون الوتکو د یوه دیوال" په جوړولو بحث وکړ

Serbia Arms Fair

د اروپايي ټولنې د دفاع څو وزیرانو په بیړني ډول د "ډرون الوتکو د یوه دیوال" په جوړولو بحث وکړ.

د اروپايي ټولنې دفاع وزیرانو د جمعې په ورځ په دې اړه په یوه ویډیو کنفرانس کې ګډون وکړ چې د اروپايي ټولنې د دفاع کمیشنر انډرس کوبیلیوس لخوا دایر شوی وو.

دا وروسته له هغه چې دا میاشت روسي جټ الوتکې او ډرونونه د ناټو د دوو غړو هېوادونو پولنډ او رومانیا هوايي حریم ته ننوتل او د لنډ وخت لپاره په ځینو هوايي ډګرونو له هغې ډلې ډنمارک او ناروې کې پروازونه وځنډېدل.

د سپتمبر په ۹ او ۱۰، د راپورونو له مخې شاوخوا ۲۰ روسي ډرونونه پر اوکراین د بریدونو په جریان کې د پولنډ هوايي حریم څخه تیر شول، چې د ناټو د پوځي الوتکو لخوا یې مخه ونیول شوه خو ځينې هوايي ډګرونه یې له امله وځنډېدل.