د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په یوه حاشیوي ناسته کې ټینګار وشو چې د طالبانو حکومت باید د نجونو پر تعلیم لګېدلی بندیز لرې کړي.
د ناستې ګډونوالو وویل چې نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي څو د افغانانو اساسي او بشري حقونه رعایت کړي.
دې ناسته کې همدارنګه د افغانستان د ټولشموله راتلونکې په موضوع هم بحث وشو. تر څنګ یې په دې نیوکې وشوې چې طالبانو څنګه له دینه د یوه ابزار په توګه کار اخیستی او پر افغانستان او سیمې یې اغېزې پرېښې دي.
په دې ناسته کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بنېټ، یو شمېر افغان فعالانو، پخوانیو سیاستوالو او ځینو بهرنیو ډپلوماټانو ګډون کړی وو.