د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پر متحدوایالتونو غږ کړی چې د روسیې پرضد جدي اقدامات وکړي.
ښاغلي زیلینسکي پرون (د سپمتبر ۲۰مه) همداراز وویل چې تمه لري راتلونکې اونۍ د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې د اتیایمې غونډې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر ډونالډټرمپ سره وګوري.
واشنګټن تراوسه د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه پر کریملین د لازیاتو بندیزونو د لګولو د تصویب بهیر ته ورنژدې شوي دي.
په عین حال کې د ناټو د ختیځ اړخ په آسمان کې کړکېچ زیات شوی دی. پرون په داسې حال کې چې روسیې پر اوکراین د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو حملې کولې، د پولنډ او د ناټو د نورو غړو جنګي جټ الوتکو الوتنې پیل کړې.
د روسیې په حملو کې لږترلږه درې ملکي وګړي ووژل شول.
د ناټو غړو په دې وروستیو کې د استونیا خاورې ته د روسي الوتکو د ننوتو له کبله سخته غوسه وښوده. همداراز له دې مخکې د روسیې بې پیلوټه الوتکې د پولنډ او رومانیا هوايي قلمروونو ته هم ننوتلې وې.