د روسیې او امریکا د بهرنیوچارو وزیران د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې کتنه سره ګوري

د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف (ښی) او د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو (کیڼ)

ټاکل شوې چې د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې له خپل امریکايي سیال مارکو روبیو سره وګوري.

تمه ده چې په دې خبرو کې د اوکراین موضوع هم شامله وي.

د روسیې دولتي خبري آژانس ویستي په ملګروملتونو کې د روسیې د دایمي استازي واسیلي نیبینزیا له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وايي د لاوروف او روبیو د کتنې اجنډا نه ده ټاکل شوې خو د هغه په وینا غونډه پلان شوې او دوی به د دوه اړخیزو او څو اړخیزو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د روسیې ولسمشر ته له دې کبله غوسه دی چې په اوکراین کې د پوځي عملیاتو د پای ته رسولو موافقې ته نه دی چمتو شوی.

د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو درې پړاوونه له کومې نتیجې پرته پای ته رسېدلي او داسې یوې موافقې ته د رسېدو په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.