قطر ته د ۳ زره مسلکي کارګرو د لیږلو په موخه د نوم لیکنې لړۍ پای ته ورسېده

افغان کارګران

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، قطر ته د ۳ زره افغان مسلکي کارګرو د استولو لپاره یې د نوم لیکنې لړۍ بشپړه کړه.

دغه وزارت پرون پنجشنبه ( د سنبلې ۲۷مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې شاوخوا څلویښت زره کارګرانو دغو بستونو ته نوم لیکنه کړې چې په وینا یې، د بریالیو کسانو غوره کول به وخت ونیسي.

قطر تر دې وړاندې هم سلګونه مسلکي افغان کارګرو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، د ځوانانو د قاچاقي سفرونو د مخنیوي لپاره هڅه کوي چې سعودي عربستان، ازبکستان او د سیمې نورو هېوادونو کې افغانانو ته د قانوني کار زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې بیکاري د افغان ځوانانو یو لوی رنځ دی او لا یې هم اوسنۍ کچه د اندیښنې وړ ده.