د هېواد په ختیځ کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو اټکل شوی دی

د کابل سیند (آرشیف)

د هواپېژندنې ادارې له نن څخه د سه شنبې تر ورځې پورې د هېواد په یوشمېر سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کوي.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت پرون په یوه بیان کې وویل، د اقلیمي بدلونونو د ناوړه اغیزو له کبله د کابل په سیندیزه حوزه کې د ناڅاپي ورښتونو په نتیجه کې د سېلابونو د راوتلو امکان شته.

بیان زیاتوي چې د خوست، پکتیا، لوګر، ننګرهار، نورستان او کونړ ولایتونو په سیندونو کې هم د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کېږي.

په بیان کې د سیندونو غاړو ته له نژدې اوسېدونکو غوښتنه شوې چې احتیاطي تدابیر غوره کړي او د کوزنیو سیمو خلک له احتمالي خطرونو خبر کړي.