د اسراییل پوځ وايي، له دوه نیم لکو ډېر فلسطینیان د ځان د خوندیتوب لپاره له غزې ښاره وتلي دي

د غزې بېځایه شوې کورنۍ

د اسراییل پوځ وايي، په تېرو څو اونیو کې له دوه نیم لکو ډېر خلک د غزې له ښاره وتلي او د دې تړانګې په نورو برخو کې ځای پرځای شوي دي.

د اسراییل د پوځ عربي ژبي ویاند ډګروال اویخای ادرعي Avichay Adraee نن پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د پوځ د اټکل له مخې د غزې د مرکز د یو میلیون اوسېدونکو څلورمه برخه د خپل ځان د خونديتوب لپاره له دې ښاره وتلي دي.

د غزې له دې ګڼ میشتې سیمې د کورنیو وتل وروسته له هغه پیل شول چې د اسراییلو پوځ په دې ښاري سیمه کې پوځي عملیات پیل کړل.

د غزې د ملکي دفاع ادارې ویلي دي چې اسراییلي پوځ پرون جمعه په دې سیمه کې پنځوس کسان د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ووژل.