د طالبانو دولتي رسنۍ له پاکستان او ایرانه په یوه ورځ د څه کم نهه زره افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکوي.
ملي راډیو ټلویزیون چې طالبان یې اداره کوي وايي، د وږي په ۲۱مه له پاکستانه د سپین بولدک او تورخم په دروازو ۶۶۴۸، او له ایرانه د اسلام کلا او ورېښم سرحدونو له لارې له ۲۱۰۰ ډېر کسان هېواد ته ستانه شوي دي.
د خبر له مخې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په ټوله کې ۱۱۰۲ کورنۍ چې د غړو ټول شمېر یې ۸۷۴۹ کسانو ته رسېږي، بېرته هېواد ته راغلي دي.
پاکستان او ایران، په تېرو دوو کلونو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی او په دې ترڅ کې د ملګروملتونو د راپورونو له مخې له دې دوو هېوادونو څخه ۳،۶ میلیون کډوال څه په خوښه او څه په جبر ایستل شوي دي.