په جنوبي وزیرستان کې د څو میاشتو خونړۍ حمله؛ پاکستاني طالبانو د ۱۲ امنیتي سرتېرو د وژلو پړه ومنله

عکس له آرشیف څخه

د خیبرپښتونخوا ایالتي چارواکي وايي چې لږترلږه ۱۲ تنه پاکستاني سرتېري د پاکستاني طالبانو په کمین کې ووژل شوي دي.

چارواکو فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي دي چې وسله والو نن سهار وختي مهال په جنوبي وزیرستان کې د پوځ د موټرو پر کاروان برید وکړ. د دوی په وینا له برید وروسته په نښته کې ۱۲ امنیتي سرتېري ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.

یوه سیمه ایز چارواکي فرانسپرس ته د دې سرتېرو وژل تایید کړل او ویې ویل چې بریدګرو د امنیتي ځواکونو وسلې هم ولجه کړې.

د دې برید پړه د پاکستاني طالبانو تحریک TTP پر خپلو ټولنیزو پاڼو منلې ده.

دا په خیبرپښتونخوا کې چې پاکستاني طالبان او نورې وسله والې ډلې پکې فعالې دي، د وروستیو څو میاشتو تر ټولو خونړۍ حمله وه.