امریکایي او اروپایي چارواکو پرون دوشنبه پر روسیې د نویو بندیزونو په اړه غونډه کړې او ټاکل شوې بحثونه یې نن سه شنبه هم دوام ومومي.
اسوشیتید پریس د یوې باخبره سرچینې په حواله لیکلي چې غونډه د امریکا په خزانې وزارت کې جوړه شوې وه او په کې پر روسیې د اقتصادي فشارونو له هغې ډلې د دغه هېواد د تېلو پر سکتور د بندیزونو او د تعرفولوړولو یادونه وشوه.
دغې سرچینې ویلي، ټرمپ غواړي د همدې فشارونو له لارې روسیه د اوکراین د جګړې پای ته رسیدو ته مجبوره کړي، خو په خبره یې دې چاره کې د دوی د اروپایي متحدانو بشپړه همکاري اړینه ده.
د متحده ایالتونو د دغې غونډې ګډونوال هغه امریکایي او اروپایي چارواکي یاد شوي چې د انرژۍ، بندیزونو او دغه راز مالي او سوداګریزې چارې مخته وړي.
تیره پنجشنبه په پاریس کې د اوکراین د وضعیت په اړه یوې غونډې ته خپله ډونالډ ټرمپ هم په ډاګه وویل چې اروپایي ټولنه باید د روسیې د تیلو او ګازو په پیرلو بندیز ولګوي.