د پاکستان د جنوب په سېلاب ځپلي پنجاب ایالت کې پنځه کسان پرون هغه مهال مړه شول چې د ژغورنې د ډلو یوه کشتۍ په سیند کې واوښته.
د پنجاب د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې اداره وايي چې د ژغورنې ډلو لسګونه سېلاب ځپلي ژغورلي دي.
د نوموړې ادارې چارواکو ویلي دي چې دا کشتۍ په ملتان ولسوالۍ کې د اوبو د چټک جریان له کبله نسکوره شوه خو ډېری سپرلۍ یې ژغورل شوي دي.
پرون له دې مخکې د مرستندویو چارو کمیشنر نبیل جاوید وویل چې له راوي، سُتلج او چناب سیندونو څخه راوتلو سېلابونو څه باندې ۴۱۰۰ کلي ځپلي او له دوه میلیونو ډېر خلک یې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي.