جرمني وايي، د طالبانو حکومت ته یې د هغو افغانانو د منلو په بدل کې پیسې نه دي ورکړي چې له دې هېواده ایستل شوي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند دا څرګندونې پرون (د وږي ۱۵) د یوه کیڼپالي ګوند د هغو تورونو په ځواب کې وکړې چې ویلي یې و، د جرمني حکومت طالبانو ته یوه اندازه پیسې ورکړي څو هغه ۸۱ تنه افغانان ومني چې په جرمونو کې د ښکېلتیا له کبله افغانستان ته ایستل شوي وو.
جرمني چارواکو ویلي دي چې دې کسانو په وژنو، جنسي تېریو، تاوتریخوالي او د مخدرو موادو په اړوندو جرمونو کې لاس درلود.
د جرمني حکومت وايي چې په تېره جولای میاشت کې افغانستان ته د دې تورنو په استولو کې د قطر دولت مرسته کړې وه او هېچا ته پسې نه دي ورکړل شوي، خو حکومت د موضوع د محرمیت له وجې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.