د هېواد د هواپېژندنې ادارې نن او سبا د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلونو د راوتلو اټکل کړی.
د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه بیان کې وايي، د وږي له ۱۶ څخه تر ۱۷ نېټې پورې په خوست، پکتیا، لوګر، ننګرهار، کونړ او نورستان کې د ورښتونو له کبله د سېلونو د راوتلو او د اوبو د کچې د لوړېدو احتمال شته.
په بیان کې له هغو خلکو چې سیندونو ته نژدې اوسېږي غوښتنه شوې چې له ګواښ څخه ځانونه خبر کړي او د لوړو سیمو اوسېدونکو ته سپارښتنه شوې چې د سېلونو د راوتلو په صورت کې د ټیټو سیمو اوسېدونکو ته خبر ورکړي.