د روسیې ولسمشر د شانګهای په سرمشریزه کې د ګډون په هدف چین ته ورسېد

ارشیف

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن یکشنبه د چین تیانجین ښار ته ورسېد.

پوتین د چین د ولسمشر شي جین پېنګ په کوربه توب د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې ګډون کوي.

دا سرمشریزه تر دوشنبې پورې دوام لري او د ایران او ترکیې په ګډون د یوشمېر نورو هیوادونو مشران هم برخه په کې اخلي.

د سرمشریزې په څنډه کې به پوتین د اوکراین د جګړې او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره خبرې وکړي.

د شانګهای همکارۍ سازمان، چې چین او روسیه یې د ناټو د بدیل په توګه وړاندې کوي، اوس د غیر لویدیځو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره یو له مهمو پلټ فارمونو څخه ګرځیدلی دی.

چین، هند، روسیه، پاکستان، ایران، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او بیلاروس د شانګهاي غړي هېوادونه دي، دا سازمان ۱۶ څارونکي غړي هم لري.

سرمشریزه په داسې حال کې پیل کیږي چې بیجینګ به د چهارشنبې په ورځ د دوهمې نړیوالې جګړې د پای ته رسیدو د ۸۰ کلیزې د لمانځلو لپاره د یوې لویې پوځي نندارې شاهد وي.

هغو مانورو کې هم د روسیې، شمالي کوریا او ګن شمیر سیمه ییزو هیوادونو مشران ګډون کوي.