د اوکراین پر پلازمېنه کیف د روسیې د تیرې شپې په پراخ برید کې د وژل شویو کسانو شمیر ۱۷ ته پورته شو.
دغو بریدونو کې چې په وروستیو اونیو کې تر ټولو پراخ بللی شوی ۴۸ تنه ټپیان شوي دي.
پر ځاني زیان سربیره د تیرې شپې بریدونو کې د کیف په مرکزي سیمه کې د اروپایي ټولنې ډیپلوماتیک دفترونه او دغه راز د ازادۍ راډیو د اوکرایني څانګې دفتر زیانمن شوی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش، اروپایي کمیسیون او یوشمیر اروپایي مشرانو پر کیف د تیرې شپې بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.
دا بریدونه داسې مهال کیږي چې د امریکا په منځګړیتوب د اوکراین د جګړې پای ته رسیدو ته هڅې ګړندۍ شوي دي.