جرمني هغه افغانان له پاکستانه لیږدوي چې محکمې د پناورکولو وړ بللي دي

پاکستان کې دریمو هېوادونو ته د تګ په تمه افغانان چې یوه پارک کې دیره شوي

جرمني د هغو یوشمیر افغانانو د منلو پروسه پیلوي چې دا مهال په پاکستان کې د ډيپورت له خطر سره مخامخ دي.
فرانس پریس دا خبره پرون سه شنبه ( د سنبلې ۴مه) د جرمني د یوې دولتي سرچینې په حواله کړې ده.

د جرمني دولتي سرچینې ویلي، هغه افغانان به په تدریجي ډول جرمني ته ولیږدول شي چې محکمې له قانوني پلوه د جرمني د ویزې وړ بللي دي.

دا اعلان داسې مهال کیږي چې د جرمني د بشري حقونو یوه کمشنر تازه د کورنیو چارو له وزارته وغوښتل چې پاکستان کې د جرمني په تمه میشتو افغانانو ته ژر تر ژره ویزې ورکړي.
شاوخوا دوه زره افغانان چې جرمني د پنا ژمنه ورکړې دا مهال پاکستان کې له فشارونو سره مخامخ دي او د جرمني خبري اژانس څو ورځې وړاندې راپور ورکړ چې له دې ډلې ۲۱۰ افغانستان ته ډیپورت شوي دي.

په جرمني کې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره د کډوالو تګلارې سختې شوې او دې کار د هغو افغانانو د لېږد چارې هم ټکنۍ کړې چې جرمني د پنا ژمنه ورکړې ده.