مسکو ویلي چې اوکراین په کورسک سیمه کې د روسیې پر اټومي تاسیساتو برید کړی دی.
روسیې پرون یکشنبه پر اوکراین دغه تور داسې مهال ولګوه چې اوکراین له پخواني شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ ۳۴مه کلیزه لمانځله.
روسي چارواکو ویلي، د برید له کبله په اټومي تاسیساتو کې اورلګیدنه رامنځته شوې چې د اور مړه کیدو ته سملاسي اقدام شوی او کوم زیان یا مرګ ژوبله نه ده راپور شوې.
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې ویلي چې د کورسک سیمې اټومي تاسیساتو کې یې د یوه ټرانسفرمر د اورلګیدلو راپور ترلاسه کړی دی.
دغې ادارې ویلي، جګړه ییزو فعالیتونو کې باید اټومي تاسیسات خوندي وساتل شي.
اوکراین سملاسي د روسیې د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.