د ایران قضایه قوه وایي، له اسراییل سره د تړاو په تور یې د شل تنو نیول شویو کسانو دوسیه ارزولې ده.
فرانس پریس نن شنبه د ایران د قضایه قوې د ویاند اصغر جهانګیر په حواله ویلي، کله چې ده ته د ارزونې د څرنګوالي جزیات معلوم شي، له رسنیو سره به یې شریک کړي.
ایران له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته ګڼ شمیر کسان اسراییل ته د جاسوسۍ په تور ونیول او زنداني یې کړل.
د ایران د اطلاعاتو سازمان د جولای میاشتې په وروستیو کې وویل، شاوخوا ۲۰ جاسوسان یې چې د موساد له عملیاتي وړتیا سره یې مرسته کړې په تهران او څو نورو ښارونو کې نیولي دي.
اسراییل په جون میاشت کې پر ایران بریدونه وکړل چې ایران هم ځواب ورکړ.
د اسراییلو په برید کې د ایران د پوځ مشرتابه، اټومي پوهان او سلګونه ملکیان ووژل شول.
ایران د تېرې چهارشنبې په ورځ روزبه وادي چې د اسراییلو د جاسوسۍ په تور یې نیولی و، اعدام کړ.
فارس خبري اژانس لیکلي، وادي د اټومي علومو د څیړنې په مرکز کې کار کاوه چې د ایران د اټومي انرژۍ پورې اړونده اداره ده.