چین او روسیې ګډ سمندري پوځي تمرینات ترسره کړي

د روسیې د ارام سمندر بحري ځواکونه وايي، له چین سره يې د "۲۰۲۵کال د سمندري تعامل" په نوم ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي.

د روسیې چارواکو په خبره، په دغو تمریناتو کې په لسګونو بیړیو، اوبټلو، جنګي بیړو، د اوبو لاندې ژغورونکو اوبټلو او د دواړو هېوادو د اوبو لاندې ډیزلي او برقي کښتو برخه درلوده.

له دې وړاندې دواړو هېوادونو د اګست په لومړی نیټه د روسیې په ولادیوستوک ښار کې ورته پوځي بحري تمرینات ترسره کړې وو.

دغو هېوادونو د اګست له دریمې تر پرونه د جاپان په سمندرګي کې رسما بحري پوځي تمرینات وکړل.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، دا چین او روسیې ګډ پوځي تمرینات د دواړو هېوادونو د ژورو اړیکو او همکاریو نښه ده.

له ۲۰۰۳کال راهیسې مسکو او بیجنګ ۱۱۳ځله ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړي چې سم نیمايي یوازې په تیرو شپږو کلونو کې ترسره شوي دي.