نوې څېړنه ښيي چې له زرغون چاپیریال سره نژدې ژوند د الزایمر د اړوندو ناروغیو ګواښ کموي

آرشیف

یوه تازه څېړنه ښيي چې د زرغونه چاپیریال پراختیا ښايي ماغزه له هغو مضرو اثراتو خوندي وساتي چې د هېرېدو یا یادفراموشۍ د ناروغیو عوامل بلل کېږي.

د "ساینسي راپورونو" په نوم خپرونې د هغې څېړنې جزییات خپاره کړي چې وايي د زرغون چاپیریال پراختیا ښايي د انسان ماغزه له هغو مضرو اثراتو خوندي وساتي چې د هېرېدو او د عقل د زوال په څېر د ناروغیو عوامل بلل کېږي.

په څېړنه کې د یادفراموشۍ او ناولي چاپیریال د ارتبا‎ط په اړه ویل شوي، هغه څه چې لېونتوب یا د عقل زوال بلل کېږي د حافظې د ورکېدو، په فکر کولو کې د ستونزو او د مسایلو په حل کې د ناتوانۍ په څېر د هغو اعراضو مجموعه ده چې نتیجه یې د پېژندنې یا شناخت کمزوري ده.

له شنه چاپیریال سره نژدې ژوند د حافظې د زوال د اړوندو ناروغیو ګواښ راکموي.

AD یا د المزایر اړوندې ناروغۍ د هېرېدلو هغه بڼې دي چې په نړۍ کې د مړینو اوم لوی عامل بلل کېږي. اوس مهال د نړۍ په کچه شاوخوا ۵۵ میلیون انسانان په دې ناروغۍ اخته دي او اټکل کېږي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د دوی شمېر ۷۹ میلیون او تر ۲۰۵۰ کاله ۱۳۹ میلیون کسانو ته ورسېږي.

څېړونکي باور لري چې د هوا ناولي کوونکي عناصر، په ماغزو کې د اکسایدي فشارونو او د عصبي رشتو د التهاب سبب کېږي چې نتیجه یې د میتابولیزم بې نظمي، د زړه د شریانونو د وضعیت خرابي او د حافظې زوال وي.

د امریکايي څېړونکو یوې پراخې مطالعاتو ښودلې ده چې له شنه چاپیریال سره نژدې ژوند د حافظې په زوال او لېونتوب پورې د تړلو ناروغیو ګواښ راکموي.

د دې څېړونکو په باور له طبیعي او زرغون چاپیریال سره د ګاونډیتوب په نتیجه کې سترس او رواني فشارونه د فزیکي فعالیتونو په مرسته کمېږي او د چاپیریال د ککړتیا له کبله د ناوړه اغیزو مخه نیول کېږي.

د دې څېړنې هدف دادی چې د چاپیریال د ناولي کوونکو عناصرو او د عقل په زوال پورې د تړلو ناروغیو ترمنځ ارتباط وموندل شي او چاپیریال د لازرغونولو پر امکاناتو غور وشي.

د دې څېړنې اړوند معلومات د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ له ۱۶۲ هېوادونو څخه راټول شوي وو. څېړنه اټکل کوي چې د حافظې د له لاسه تللو د اړوندو ناروغیو له کبله د مړینو تر ټولو لوړه شمېره په جاپان کې او ورپسې په ایټالیا کې وه،خو تر ټولو ټیټه کچه یې په قطر او متحده عربي اماراتو کې وه.