په سوریه کې په راروانه سپټامبر میاشت کې پارلماني انتخابات کېږي

د سوریې ولسمشر احمدالشرع

د سوریې د انتخاباتو کمیسیون وايي تمه ده چې په دې هېواد کې به په راروانه سپټمبر میاشت کې د لومړي ځل لپاره پارلماني انتخابات وشي.

د سوریې سنا دولتي خبري آژانس پرون د انتخاباتو د کمیسیون د رییس محمد طها له قوله راپور ورکړ چې نوموړی وايي، د خلکو د شورا د ۲۱۰ کسیز پارلمان د غوراوي لپاره انتخابات به د سپټمبر د ۱۵ او شلمې نېټې ترمنځ ترسره شي.

د خبر له مخې ولسمشر احمدالشرع د انتخاباتو د قانون مسوده ترلاسه کړه چې له مخې یې د پارلمان د غړو شمېر له ۱۵۰ څخه ۲۱۰ ته لوړ شوی دی. د پارلمان د غړو له دریو یوه برخه به ولسمشر غوره کوي.

د سوریې حکومت ژمنه کړې چې دا انتخابات به ټولشموله وي او همداراز بهرنیو څارونکو ته یې پر دې بهیر د څار بلنه ورکړې ده.

چارواکي وايي د شمال د کردمیشتو سیمو او سویدا ولایت چې اکثر وګړي یې په دروزي اقلیت پورې تړلي دي، څوکۍ به د وګړو د شمېر په اساس وټاکل شي.