امیرخان متقي او عباس عراقچي خپل هېواد ته د افغان کډوالو د باعزته ستنېدو په اړه خبرې وکړې

عباس عراقچي او امیرخان متقي

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې کړي.

باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي پرون راپور ورکړ چې په دې ټلفوني خبرو کې ښاغلي متقي ټینګار وکړ چې افغان کډوال باید په تدریجي ډول او په عزت سره خپل هېواد ته ستانه شي.

د باختر آژانس د راپور له مخې ښاغلي عراقچي هم د افغان کډوالو حقونو ته پر درناوي ټینګار وکړ.

د افغان کډوالو د باعزته ستنېدو په اړه خبرې داسې مهال کېږي چې په تېرو څو میاشتو کې سلګونه زره افغان کډوال په جبري ډول له ایرانه ایستل شوي دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم ویلي دي چې ده د کورنیوچارو وزارت ته لارښوونه کړې چې د افغان کډوالو د ایستلو په بهیر کې دې له خورا ډېر دقت څخه کار واخلي څو په افغانانو کې د ایران په اړه ناسم ذهنیت جوړ نه شي.