ملګري ملتونه وايي، په وروستیو څو ورځو کې له ایرانه د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر کم شوی دی

د هرات اسلام کلا بندر، له ایرانه راستون شوی افغان کډوال د کډوالو د لویې کمیشنرۍ مخې ته

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي چې په وروستیو ورځو کې له ایرانه د راستنېدونکو افغان کډوالو په شمېر کې کموالی راغلی دی.

اوچا په یوه راپور کې چې پرون یې خپور کړ ویلي دي چې د راستنېدونکو په شمېر کې دا کمښت د جولای له ۱۹مې څخه پیل شوی او اټکل کېږي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر ښايي د جولای له ۳۰مې وروسته چټک شي.

د اوچا په راپور کې راغلي دي چې د جولای په ۱۹مه نېټه له ایرانه افغانستان ته د راستنېدونکو شمېر شاوخوا ۹ زره و، خو له هغه وروسته کموالی پکې راغلی.

د م. م دا اړونده اداره وايي، پاکستان پرېکړه کړې چې د افغان کډوالو پي او آر کارتونه به نه تمدیدوي نو ښايي د جولای له ۳۰مې څخه له پاکستان خپل هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راشي.

په پاکستان کې د دې کارتونو د لرونکو افغانانو شمېر ۱،۴ میلیون ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران په وروستیو کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر چټک کړی او د اوچا د ارقامو له مخې یوازې د جولای میاشتې له پیله تر ۱۹مې نېټې پورې ۴۶۰ زره افغانان څه په جبر څه په خپله خوښه له ایرانه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.