جرمني پرون سه شنبه ۴۳ عراقي پناغوښتونکي په یوه چارتر الوتکه کې له لایپزیک ښاره بغداد ته واستول.
دا په جرمني کې د تیرې فبرورۍ میاشتې له ټاکنو وروسته لومړی ځل دی چې دومره لوی شمیر کې کډوال عراق ته ایستل کیږي.
د جرمني (ډي.پي.اې ) خبري اژانس د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر الکساندر دوبرینت په حواله ویلي، دا کار د هغې تګلارې یوه برخه ده چې د کډوالو د بیرته ستنولو، نورو هېوادونو سره د تړونونو او قاچاق وړونکو سره د مبارزې په هدف جوړه شوې.
جرمني د تیرې جمعې په ورځ ۸۱ افغان پنا غوښتونکي هم چې دوی مجرمان وبلل، کابل ته واستول.
د هغو کډوالو له ایستلو وروسته جرمني د طالبانو دوه قونسلي ماموران هم په خپل هېواد کې ومنل چې د کډوالو د بیرته ستنیدو په چارو کې ورسره له نژدې همکاري وکړي.
دغه طالب ډيپلوماتان چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، برلین ته رسیدلي دي.