امریکا یوځل بیا د یونسکو سازمان له اډانې وځي

په پاریس کې د یونسکو د دفتر یو انځور

متحده ایالاتو د سه شنبې په ورځ، د جولای په ۲۲مه اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان، یونیسکو څخه به ووځي.

واشنګټن ادعا کړې چې یونیسکو "د اسراییلو ضد دریځونه نیولي دي."

د سپینې ماڼۍ مرستیالې ویاندې انا کیلي نیویارک پوسټ ته وویل چې ولسمشر ټرمپ پریکړه کړې چې متحده ایالات له یونیسکو څخه وباسي.

هغې ادعا وکړه چې یونیسکو " له تفرقه اچوونکو اجنډاګانو او پالیسیو ملاتړ کوي چې په بشپړ ډول د هغو پالیسیو سره په ټکر کې دي چې د امریکا خلکو په نومبر کې رایه ورکړې وه."

میرمن کیلي د تیر کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته اشاره کوله، چې په نومبر کې ترسره شوې او ډونالډ ټرمپ په کې بریالی شو.

د یونیسکو څخه د متحده ایالاتو د وتلو پریکړه به د ۲۰۲۶ کال د دسمبر په پای کې پلي شي.

ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د خپلې لومړۍ دورې په جریان کې له یونیسکو څخه امریکا وویستله ځکه چې هغه وویل دا سازمان د اسراییلو ضد دریځونه نیسي.

بیا په ۲۰۲۳ کې، پخواني ولسمشر جو بایډن متحده ایالات بیرته یونیسکو ته شامل کړل.

متحده ایالاتو او اسراییلو په ۲۰۱۱ کال کې هغه مهال د یونسکو تمویل بند کړ چې دغه سازمان فلسطین ته د یوه دولت په توګه غړیتوب ورکړ.