د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمشنر فلیپو ګراندي وایي، د طالبانو د حکومت له مشرتابه سره یې د ستنو شویو کډوالو پر بیړني حالت خبرې کړې دي.
ګراندي چې له څو ورځو راهیسې په کابل کې دی نن پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي، د راستنیوشویو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ستونزو ته خوندي او باعزته رسیدنه یې د بحثونو یوه برخه وه.
هغه ویلي، داسې مهال چې افغانستان له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ دی، دغه هېواد نورو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمشنر داسې مهال د افغانستان په سفر بوخت دی چې دغه هېواد ته په تیرو اونیو کې لسګونه زره کډوال له ایرانه ایستل شوي او سختو شرایطو کې ژوند کوي.