آی، سي، سي؛ په بهر کې دېره د افغان نجونو د کرکټ لوبډله به په راروانو دوو مهمو لوبلړیو کې ګډون وکړي

په بهر کې د افغانستان د کرکټ د ښځینه لوبډلې غړې

د کرکټ نړیواله شورا ICC وايي د افغانستان د کرکټ د ښځینه لوبډلې غړې به چې اوس مهال په بهر کې اوسي، په راروانو دوو مهمو لوبلړیو کې ګډون وکړي.

د ICC د بېګانۍ اعلامیې له مخې په پام کې ده چې دا لوبغاړې په هند او سریلانکا کې د ۲۰۲۵ کال د ښځو د کرکټ په نړیوال جام او همداراز په برتانیا کې د راتلونکي کال د ښځو په شل اووریز نړیوال جام کې برخه ولري.

د کرکټ نړیوالې شورا په سنګاپور کې په خپل کلني کنفرانس کې دا پرېکړه کړې او د دې اقدام هدف یې د افغان ښځو ملاتړ بللی دی.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار او همداراز ورزشي لوبو او لوبغالو ته د هغوی پر ورتګ هم محدودیتونه ولګول.