افغانستان، ازبیکستان او پاکستان د ټرانس افغان د اورګاډي د د پروژې د "شونتیا د څېړنې" موافقه لاسلیک کړه

د افغانستان، ازبیکستان او پاکستان ترمنځ کې د ټرانس افغان په نوم د اورګاډي د پروژې "شونتیا د څېړنې" موافقه پرون کابل کې لاسلیک شوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د جولای پر ۱۷مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي د "ازبیکستان، افغانستان او پاکستان" یا د ټرانس افغان رېللارې پروژه د "سیمه ییز اتصال" په لړ کې خورا مهمه ده.

نوموړي ویلي، ددې پروژې له بشپړېدو سره به د مرکزي اسیا هېوادونه د سوداګرۍ لپاره د افغانستان له لارې د پاکستان سمندري بندرونو ته لاره پیدا کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس په بیان کې ویلي چې د ټرانس افغان لویې پروژې د "امکان سنجونې موافقه" د طالبانو د ټولګټو چارو، د ازبیکستان د ټرانسپورټي چارو او د پاکستان د اورګاډو چارو وزیرانو لاسلیک کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ یو پلاوی د جولای پر ۱۷مه په یو ورځني سفر کابل ته تللی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له اسحاق ډار سره په سفر کې د پاکستان د اورګاډو چارو وزیر محمد حنیف عباسي، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان او نور چارواکي ملګري دي.

پر دې سربېره د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدوف په مشرۍ یو پلاوی هم د موافقې لاسلیک او د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د خبرو لپاره د کابل په سفر دی او پرون یې دغلته د موافقې پر لاسلیک سربېره د بېلابېلو طالب چارواکو سره کتلي دی.