د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت پرون اعلان وکړ چې لاس انجلس ته د ملي ګارد د دوه زره استول شویو سرتیرو ماموریت پای ته رسوي.
د ملي ګارد نژدې څلور زره سرتیري او ۷ سوه سمندري ځواکونه د جون په لومړیو کې وروسته تر هغه لاس انجلس ته واستول شول چې هلته د کډوالو د ځپنې پر ضد پاریدلې مظاهرې مهار کړي.
اسوشیتدپریس لیکلي، معلومه نه ده چې ولې د دغه شمیر سرتیرو دوه میاشتنی ماموریت پای ته ورسېد او په خبره یې دا معلومات هم نشته چې د ملي ګارد استول شوي پاته سرتیري به څه وخت له لاس انجلس نه وځي.
د پنټاګون ویاند شان پارنل ویلي، د دوی د ځواکونو له استولو سره لاس انجلس کې " ناقانونه کړنې" د کمېدو په حال کې دي.
وروسته له دې چې پولیسو د لاس انجلس په اکثره لاتین میشته سیمه کې پر کډوالو چاپې ووهلې، زرګونه مظاهره کوونکي سړکونو ته راووتل، یوه لویه لاره یې بنده او پولیسو سره په اخ او ډب واوښتل.
امریکایي چارواکي وایي، لاس انجلس کې یې د عملیاتو هدف د " ناقانونه کډوالو" نیول و، خو مظاهره چیان بیا حکومت د کډوالو په ځپلو تورنوي.