د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ وايي، دی هیله من دی چې په غزه کې د اوربند د ټینګولو په هدف د اسراییلو او فلسطینۍ حماس ډلې ترمنځ خبرو ته به په راروانه اونۍ کې لاره اواره شي.
متحدوایالتونه د هغې طرحې ملاتړ کوي چې له مخې یې په غزه کې شپېته ورځنی اوربند ټینګېږي، د اسراییلي برمته وو تدریجي آزادول پیلېږي، اسراییل د غزې له ځینو برخو خپل ځواکونه باسي او د دې کړکېچ د حل لپاره خبرې کېږي.
ټرمپ پرون خبریالانو ته وویل چې خبرې روانې دي او دی هیله لري چې په راروانه اونۍ کې به په دې برخه کې پرمختګ وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د غزې روغتیايي چارواکو پرون وویل چې اسراییل په یوه هوايي برید کې ۸ کسان چې ماشومان هم پکې دي، وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. د راپورونو له مخې دا ماشومان د اوبو د وېش په یوه مرکز کې وژل شوي دي.
د اسراییلو پوځ ویلي چې دوی غوښتل په سیمه کې د اسلامي جهاد د ډلې یو وسله وال په نښه کړي خو وايي، د یوې تېروتنې له کبله دې میزایل هدف ونه ویشت او څو متره لیرې ولګېد.