عراقچي: له امریکا سره هیڅ داسې هوکړه نه کوو چې د یورانیمو پخول په کې شامل نه وي

تهران کې د عراقچي او بهرنیو سفیرانو پرونۍ غونډه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، له امریکا سره هیڅ داسې هوکړه نه کوي چې هغه کې د یورانیمو پخول شامل نه وي.

عراقچي پرون شنبه ( د چنګاښ ۲۱مه) په تهران کې د سفارتونو له استازو سره په یوه غونډه کې دا خبره وکړه.

هغه که څه هم د ایراني او امریکایي مرکچیانو د راتلونکو خبرو کومه نیټه مشخصه نه کړه، خو هڅې روانې دي چې ایران او امریکا د تهران د اټومي فعالیتونو په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي.

عراقچي ویلي، په هغو اټومي تاسیساتو کې چې د اسراییل او ایران ۱۲ ورځنۍ جګړه کې پرې برید وشو، د راډیو اکتیف وړانګو خطر شته.

د ایران او اسراییل له ۱۲ ورځنۍ جګړې مخکې څو ځله ایراني او امریکایي مرکچیانو یوې اټومي هوکړې ته د رسیدو په سر خبرې وکړې، خو په ظاهره بې پایلې وې.

د جګړې پر مهال امریکا د ایران پر دریو اټومي بټیو، فوردو، نطنز او اصفهان باندې هوایي بریدونه وکړل.